انصار:( د تله ۲۶مه)، د ملګروملتو متخصصانو پرون وویل، پاکستان باید د یو میلیون او ۴ سوه زره افغان کډوالو د بېرته ستنولو په اړه خپله پرېکړه بېرته واخلي.
د پاکستان حکومت د روان اکتوبر په پیل کې اعلان وکړ چې په دغه هیواد کې یو میلیون او ۷۰۰ زره غیرقانوني یا بې اسناده کډوال اوسي او هغوی ته د روانې میاشتې تر پایه وخت ورکوي چې په خپله خوښه له پاکستانه ووځي، کنې نیول کېږي او په زوره ایستل کېږي.
د دغو کډوالو په منځ کې له ۶۰۰ زره تر ۷۰۰ زره هغه افغانان دي چې د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته پاکستان ته تللي او اکثره یې اروپايي، امریکايي یا استرالیايي هیوادونو ته د تګ تکل لري.
د ملګروملتو متخصصانو وویل:«موږ له پاکستانه په کلکه غواړو چې (د کډوالو په اړه) منل شوي او نه انکارېدونکي اصول رعایت کړي او له ډله ییز ایستلو ډډه وکړي.»
د ملګروملتو په متخصصانو کې د کډوالو د بشري حقونو ځانګړی راپورتر فیلیپ ګونزالیز مورالز، په افغانستان کې د بشري حقونو ځانګړی راپورتر ریچارد بینیټ، او د ښځو او نجونو خلاف د تشدد راپورورکوونکی ریم اسالیم شامل دي.
دوی همداراز وویل:«د ملګروملتو له شمېرو سره سم، شاوخوا یو میلیون او ۳۰۰ زره افغانان راجستر دي، خو ۸ لکه ۸۰ زره نور په پاکستان د اوسیدو قانوني اسناد لري.»
دوی اندېښنه ښيي چې که افغان کډوال بېرته خپل هیواد ته وګرځول شي ژوند به یې له خطر سره مخامخ شي.
LINK: https://www.ansarpress.com/english/27830